د لاسرسي لېنکونه

یو شمېر مدني فعالان په لغمان ولایت کې د امنيتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي تر څو دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

دغو مدني فعالانو نن د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د حکومت بې غوري د دې لامل شوې چې افغان ځواکونو ته تجهیزات ونه‌رسېږي او د ناامنیو لمنه پراخه شي.

مدني فعال مجیب‌الرحمن لحاظ خبریالانو ته وویل چې په لغمان ولایت کې د وروستیو ناامنیو له امله ډېری کورنۍ له خپلو سېمو بې‌ځایه شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بیا ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه کافي تجهیزات په واک کې لري.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د هېواد په څو بېلابېلو ولایتونو کې جګړې روانې دي او ډېری کورنۍ له خپلو سېمو بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG