د لاسرسي لېنکونه

د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په بازار کې یوې چاودنې درې ملکیان او دوه د ملي اردو سرتیري وژلي دي.

د دغه ولایت د والي وياند جيلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن غرمه مهال شوې چې نهه تنه ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي فرهاد وویل چې چاودېدونکي توکي په يو زرنج موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د شينډنډ ولسوالۍ په بازار کې د امنیتي ځواکونو یوې پوستې سره وچاودیدل.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG