د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

پاکستان نه راغلي مؤقتي افغان کډوال بېرته خپلو کورونو ته نه‌شي تلای


یو شمېر هغه افغان کډوال چې له پاکستانه د لنډ وخت لپاره افغانستان ته راغلي و، وایي چې بېرته پاکستان ته د ستنېدو اجازه نه‌ورکول کېږي.

سره له دې چې پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان میلادي کال تر پایه وغځوله خو یو شمېر کډوال شکایت کوي چې له قانوني کارټونو سره هم دوی ځورول کېږي.

هغه کډوال چې په وروستیو کې افغانستان ته راغلي وایي چې اوس په افغانستان کې بند پاتې دي او نه‌شي کولای پاکستان کې خپلو کورنیو ته ورشي.

یو له دغو کډوالو عزیز احمدزی دی:

"د اختر په درېیمه یوه واقعه شوې وه راغلي وو، څه ماشومان مو دلته او څه هم هلته پاتې دي. موږ ته دې دومره اجازه راکړي چې خپله پرېکړه وکړو."

نوموړی وایي، دا مهال شاوخوا دوه زره افغانان یوازې په ننګرهار کې شته چې د کډوالۍ کارټونه لري خو افغانستان ته تر راتلو وروسته اوس بېرته پاکستان ته پرته له پاسپورټونو نه‌شي تلای.

"UNHCR" وایي، روان ۲۰۱۶ کال کې له پاکستانه ۳۳ زره افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي
"UNHCR" وایي، روان ۲۰۱۶ کال کې له پاکستانه ۳۳ زره افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري "UNHCR" وایي، روان ۲۰۱۶ کال کې له پاکستانه ۳۳ زره افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي چې ۱۳ زره‌یې یوازې په جولای میاشت کې راغلي دي.

دغه اداره همداراز د راستنو شویو کډوالو له هر یوه کس سره ۴۰۰ امریکایي ډالر مرسته کوي.

افغان کډوال وایي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو تر خرابېدو او په تېره بیا د تورخم پر کرښه تر وروستۍ نښتې را پدېخوا دوی په پاکستان کې تر سخت فشار لاندې دي.

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته یوازې د روان میلادي کال تر پایه په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده.

په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام‌الدین جرأت وایي، له بېلابېلو لارو هڅه کوي تر څو هغه افغان کډوال بېرته پاکستان ته د تلو اجازه ترلاسه کړي چې د اړتیا له مخې د لنډې مودې لپاره افغانستان ته راغلي و.

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جراأت
د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جراأت

دی وايي:

"که بهیر داسې دوام وکړي لکه اوس چې دی چې افغانستان ته له راتلو سره د دوی کارټونه باطلېږي، نو دا به افغانستان ته د افغانانو پر داوطلبانه راتګ منفي اغېزه وکړي."

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د مېشتو شاوخوا درې میلیونو کډوالو شمېره ورځ تر بلې د پام وړ کموالی ښيي.

خو د دغې راستنېدنې سره یو ځای یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو د کډوالو د بې کورۍ، بې کارۍ، روغتیايي او نورو ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې او د ملي یووالي حکومت څخه‌یې غوښتي چې د کډوالو ستونزو ته پاملرنه په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.

راپور: محمد قسیم سوله‌مل

XS
SM
MD
LG