د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

سږ کال کندز کې د بادامو حاصلات ۵۰ سلنه زیات شوي


سږ کال په کندز ولایت کې د بادامو حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې لاملونه‌يې د یاد ولایت د کرنې ریاست چارواکي د اقلیم ښه والی او پر وخت موسمي ورښتونه په ګوته کوي.

بادام چې د کندز ولایت د بڼوالو له عمده محصولاتو څخه ګڼل کېږي، هرکال بزګران له خپلو باغونو څخه په ډېره پیمانه حاصلات راټولوي.

د بادامو یو شمېر باغ لرونکي وايي چې د روان کال د پسرلي په موسم کې د هوا ښه والی او پر وخت اورښتونه د دې لامل شول چې سږ کال د بادامو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی رامنځته شي.

د کندز ښار د بادامو په سرای کې چې بادام پلورل کېږي، یو شمېر بڼوالانو ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو کلونو په توپېر سږ کال د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

سږکال د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
سږکال د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د بادامو دوو تنو باغ لرونکو وویل:

"عوض محمد یم، سږ کال د بادامو حاصلات هم ډېر ښه دي او نرخونه‌یې هم ښه دي او که کال ښه وي یوه ونه له څلورو منو نیولې تر ۱۰ منو پورې بادام نیسي."

"محمدالله یم، سږ کال د بادامو حاصلات ښه شوي بازار یې هم ښه دی، یو من بادام اوس مهال ۳۰۰۰، ۲۵۰۰ او تر ۷۰۰۰ افغانیو پورې په بازار کې پلورل کېږي."

په کندز کې د تازه او وچو مېوو د اتحادیې مشر حاجي خیر محمد هم وايي، سږ کال د دې ترڅنګ چې د بادامو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی همدارنګه په بازار کې په مناسب قیمت هم پلورل کېږي.

په کندز کې د تازه او د وچو میوو د اتحادیه مشر حاجي خیرمحمد
په کندز کې د تازه او د وچو میوو د اتحادیه مشر حاجي خیرمحمد

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"سږ کال د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، تېر کال د بادامو حاصلات ډېر کم وو، موږ بادام بهرنیو هېوادونو لکه هند، ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته صادروو."

د کندز د کرنې ریاست د زراعتي چارو امر عبدالبصیر فقیري د بادامو د حاصلاتو ډېروالی تائیدوي او وايي:

"په کندز کې په ۲۷۶۰ هکتاره ځمکه کې یوازې د بادامو باغونه موجود دي او سږ کال موږ وړاندوینه کوو چې ۸ زره ټُنه بادام به د دې ولایت مارکېټ ته وړاندې شي او له دې ځایه بیا بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي."

د کندز د کرنې ریاست د زراعتي امور امر عبدالبصیر فقیري
د کندز د کرنې ریاست د زراعتي امور امر عبدالبصیر فقیري

د کندز ولایت په چهاردرې، امام صاحب او قلعۀ‌زال ولسوالیو کې په پراخه پیمانه د بادامو باغونه موجود دي، خو بادام په بېلابېلو نومونو یادېږې لکه؛

ستار بايي بادام، خیرالدینې بادام، قمري بادام، کله ناني بادام، قره بايي بادام، کاغذې بادام، مروج کاغذې بادام او داسې نور نومونه هم لري، خو بیا ستاربايي بادام او خیرالدینې بادام‌یې له ځانګړي شهرت او قیمته برخمن دي.

بادام چې د هېواد له صادرېدونکو وچو مېوو څخه ګڼل کېږي هر کال نه‌یوازې د هېواد دننه بلکې په بهرنیو بازارونو کې هم ځانګړي مینه‌وال لري چې په دې توګه د بادامو له ښو حاصلاتو څخه د باغ لرونکو سربېره دولت ته هم ښه ګټه رسېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG