د لاسرسي لېنکونه

ټاکل شوې چې د افغانستان د مالیې وزیر نن د ایران هېواد په پنځمې اقتصادي غونډه کې تر ګډون وروسته کابل ته راستون شي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې د دغې ناستې هدف د نورو مهمو موضوعاتو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصاي همکاریو پر څرنګوالي او پراختیا هم هوکړه وشوه.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره په دغې غونډه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګمرکي چارو د ښه والي او د دې ترڅنګ د انرژۍ، ټرانزيټ او تحصیلي همکاریو په اړه ګټورې خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG