د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

افغان ځواکونو ناوه نیولې خو د ولسوالۍ شاوخوا جګړه روانه ده


د راپورونو له مخې د هلمند د ناوې ولسوالۍ ودانۍ چې تېره شپه د لنډ وخت لپاره وسله‌والو طالبانو لاندې کړې وه بېرته افغان ځواکونو نیولې خو د ولسوالۍ شاوخوا جګړه روانه ده.

له هلمنده د ازادي راډیو خبریال د راپور له مخې په دغې جګړه کې دواړو لورو ته ډېر تلفات اوښتي.

پر دې ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې وسله‌والو طالبانو حملې شدیدې کړي دي.

د هلمند په نورو سیمو کې هم جګړې روانې دي او ان تر دې چې د ولایتي شورا غړي او سیمه‌ییز چارواکي د لښکرګاه د بشپړې محاصرې خبره کوي.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال د ناوې د جګړې او د نورو سیمو د وضعیت، د بې‌ځایه شویو خلکو د ستونزو او نورو مسایلو په اړه له نوریاس نوري سره په خبرو کې نور معلومات ورکړي دي.

د ناوې له جګړې یې پیلوي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG