د لاسرسي لېنکونه

هغو لیبیايي ملېشو چې د امریکا متحده ایالت‌یې ملاتړ کوي ادعا کړې چې په سِرت ښار کې یې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې مهم مرکز نیولی دی.

لیبیا حکومت ته د دې وفادارو ځواکونو ویاند "ریدا عیسی" د چهارشنبې په ورځ ویلي، ځواکونو یې همدارنګه په سِرت ښار کې د ابن سینا روغتون او پوهنتون ودانۍ هم نیولې ده.

خو راپورونه وايي چې د اسلامي دولت ډلې وسله‌والو لاهم د سِرت ښار د استوګنې په سیمو او د سمندر پر غاړه کورونو کې خپلې مورچلې ساتلي دي.

تر دې مخکې د چهارشنبې ورځې په سهار د لیبیا ځواکونو ویلي و چې یوه جېټ جنګي الوتکه‌یې په سِرت ښار کې غورځېدلې ده.

عیسی وايي، د دې الوتکې د نسکورېدو دلیل او د سپرو برخلیک په اړه څه نه‌شي ویلی.

اسلامي دولت وسله‌والې ډلې سره یوه تړلي خبري اژانس ویلي، دا جېټ الوتکه دوی راغورځولې او پیلوټ‌یې وژلی دی.

سِرت ښار د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې په کنټرول کې دی.

XS
SM
MD
LG