د لاسرسي لېنکونه

د پکتیا ولایت چارواکي وايي، په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د پرتو امنیتي ځواکونو د مرستې لپاره‌یې اضافي سرتېري استولي دي.

د پکتیا ولایت مطبوعاتي مسؤل نقیب احمد اتل پرون ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال طالبان د دغې ولسوالۍ د مرکز له څو کيلو مټرۍ څخه په شا تنبول شوي خو لاهم په سیمه کې جګړه روانه ده.

جاني‌خېل د پکتیا په ختیځ کې په غرنۍ سیمه کې پرته ولسوالۍ ده چې له څو ورځو راهیسې په کې د مېشتو افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

نقیب احمد اتل وویل چې په سیمه کې په وروستیو جګړو کې اولس وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي حکومتي لوري ته د دوو پولیسو وژل کېدل او د ملي اردو د یو سرتېري ټپي کېدل تائید کړل.

هغه همدارنګه وویل چې وسله‌والو طالبانو پر هغه سړک چې جاني‌خېلو ولسوالۍ ته ځي د دوو کیلو موټرو په واټن ماینونه ایښي او له دې کبله‌یې دې ولسوالۍ ته لاسرسی ستونزمن کړی، خو ښاغلي اتل دا رد کړه چې ګوندې دغلته امنیتي ځواکونه د محاصرې په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG