د لاسرسي لېنکونه

د اسټرالیا د دفاع وزیره ماریسه پېن "Marise Payne" وايي، ۲۷۰ تنه پوځیان به‌یې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مرسته کوي، له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړې دا خبره پرون په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې کړې ده.

له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه د اسټرالیا د دفاع وزیرې له خولې زیاتوي:

"هېواد به‌یې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي."

ارګ وايي، ولسمشر اشرف غني په امنیتي سکتور په ځانګړي ډول د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره د اسټرالیا دفاع وزیرې څخه د همکارۍ غوښتنه کړې او هغې هم ډاډ ورکړې چې په دې اړه به له افغان لوري سره د خپل هېواد د تجربو د شریکولو په هدف یو عملي پلان ترتیب کړي.

XS
SM
MD
LG