د لاسرسي لېنکونه

د بشري حقونو ډلو نن یو ځل بیا د استرالیا د نائورو ټاپوګانو پر اوسیدونکو غږ وکړ چې په یوه بل ځای کې مېشت شي.

دا غوښتنه وروسته له هغه شوې چې په دغو سیمو کې په ځانګړي ډول د پناه غوښتونکو د جنسي ځوروني، له ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستني او ځوروني په اړه راپورونه خپاره شوه.

استرالیا د ګارډین ورځپاڼې څه باندې دوه زره داسي راپورونه خپاره کړي چې د جنسي تېریو او نورو ناوړه چلند په اړه شکایتونه شوي دي، تر نیمایې ډېرو پېښو کې ماشومان زیانمن بلل شوي دي.

دغه راپورونه د نائورو جزیرې د توقیف مرکز د کارکوونکو لخوا ثبت شوي دي.

د پناه غوښتونکو دغه کمپ یو له هغو دوو کمپونو څخه دی چې د استرالیا له خاوري دباندي په ارام اقیانوس کې موقعیت لري.

د استرالیا دولت ددغه کمپ د خدماتو قرارداد یوه خصوصي شرکت ته ورکړی دی.

د استرالیا صدراعظم ویلې چې خپاره شوي راپورنه به وارزول شي.

اوس مهال شاوخوا ۴۴۲ پناه غوښتونکي د استرالیا په نائورو جزیره کې اوسیږي چې په دوی کې د عراق، افغانستان، ایران او پاکستان وګړي شامل دي.

XS
SM
MD
LG