د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

د افغانستان عدلي او قضايي مرکز د اختلاس شویو پیسو په اړه څېړنه کوي


د افغانستان حکومت د یوناما د هغه اعلان هرکلی وکړ چې ویلي یې دي، د مفسدینو د محاکمې او هغو پيسو په بېرته راګرځولو کې به له افغان حکومت سره همکاري وکړي چې یوشمېر چارواکو د اختلاس په توګه له هېواده ویستلي دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د فساد پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز به په دې اړه څېړنه وکړي چې مفسیدن څوک دي او په کومو هېوادونو کې یې پیسې زخیره کړې دي.

افغان چارواکي ټنیګار کوي افغانستان به له ټولو هغو نړیوالو بنسټونو سره بشپړه همکاري وکړي چې د یو شمېر افغان چارواکو له خوا بهر ته د انتقال شویو پیسو په بېرته راګرځولو کې مرسته کوي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د ملي وحدت حکومت د مفسدینو او د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې.

هغه زیاته کړه:

"له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په دې برخه کې کار کوي، د دوی مسوولیت داد چې وګوري له افغانستان پیسې چا او چیرې وړې او په کوم ځای کې ځای پرځای کړي؟ افغان حکومت د سیګار په ګډون له ټولو هغو نړیوالو ادارو هرکلی کوي چې له افغانستان سره د فساد ضد مبارزې په برخه کې مرسته کوي، حکومت چمتو دی له دوی سره ګډ کار وکړي."

له دې یوه ورځ وړاندې د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر سرپرست له فساد سره د افغان حکومت په مبارزې انتقاد کړی و او ویلي و تر اوسه هیڅ یو وزیر یا کوم بل افغان چارواکی چې بهر ته یې په غیر قانوني توګه پیسې ویستلي نه دی محاکمه شوی.

مایکل هارد د سې شنبې په ورځ وویل نړیواله ټولنه چمتو ده چې د هغو مفسدینو او اختلاس شوو پیسو په بېرته راګرځولو کې مرسته وکړي چې له افغانستانه تښتول شوي او یا انتقال شوې وي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي هغه راپور چې یاد کمېسیون ته رسېدلی، د ملي وحدت حکومت یو شمېر وزیران، پخواني جهادي قوماندان له افغانستانه د پیسو د انتقال او په بهرنیو بانکونو کې د پیسو په ذخیر کولو کې لاس لري.

د دغه کمېسیون غړی محمد نواب منګل وايي:

"په تېرو دیارلسو کلونو کې موږ داسې څېرې په حکومت کې لرو چې پخوا یې یوه روپۍ هم نه درلودله اوس د هر څه صاحبان شوي دي، ښه خبره داده هغه کسان باید محکمې ته راکاږل شي چې فساد یې کړی وي."

په دې وروستیو کې له فساد سره د ټینګې مبارزې د ادارې په نه شتون په افغان حکومت باندې انتقادونه زیات شوي دي.

که څه هم حکومت هڅه کوي چې له فساد سره د مبارزې د ځینو بنسټونو په رامنځ ته کېدو سره د دغې ناوړه پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي، خو اوس هم فساد حکومت پر وړاندې ستره ننګونه بلل کېږي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوه حسیب الله موحد وايي افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له همکارې نه په استفادې هڅه وکړي ټول هغه پیسې بېرته هېواد ته را انتقال کړي چې د مفسدینو له خوا له هېواد بهر ته وړل شوې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG