د لاسرسي لېنکونه

د عامه نظم پولیسو د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې څلور تنه د کانونو د غیرې قانونې کیندولو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي چې دغه کسان د پروان په سیاه ګرد کې د یوه کان د کیندولو پرمهال نیول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې نیول شوېو کسانو په لومړنیو څېړونو کې دا ویلي چې دوی له همدغه درکه له ترلاسه شوېو پیسو طالبانو سره هم مرسته کوله.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان د شفافیت د څارنې بنسټ ویلي و چې دا مهال د افغانستان په شاوخوا دوه زره سیمو کې د بېلابېلو کړېو او اشخاصو له لوري د کانونو غیرې قانونې کېندنې دوام لري.

XS
SM
MD
LG