د لاسرسي لېنکونه

افغان امنیتي چارواکي وايي د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام وايي تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په ګمبز سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۷ طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ یوولس تنه یې ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی ارام وايي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یوبل خبر له مخې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ددغه ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لورې د نومول شوي قاضي مولوي عبدالرب په ګډون ۲۶ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وايي په راغستان کې به د افغان ځواکونو عملیات تر هغې دوام وکړي څو دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د حکومت د مخالفو وسله والو له موجودیته نه وي پاکه شوي.

XS
SM
MD
LG