د لاسرسي لېنکونه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ارمنستان ولسمشر سرژ سارکیسیان به نن په مسکو کې غونډه وکړي.

دا دواړه مشران به له اذربایجان سره د ارمنستان د شخړې پر سر چې د ناګورنو قره باغ پر سر یې لري، خبرې وکړي.

دا غونډه دوې ورځې وروسته تر دې جوړیږي چې پوتین په باکو کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د سولې یو پلان وڅېړه.

همدا راز دا غونډه یوه ورځ وروسته تر دې ده چې پوتین په سن پیټرز بورګ کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وغږېده او د مسکو او انقرې د نژدې اړیکو خبر یې ورکړ.

اذربایجان د ترکیې نژدې ملاتړی هېواد دی.

د اذربایجان ملاتړ یو بیلتون غوښتونکو ارمنیانو د ناګورنو قرباغ سیمه له اذربایجان څخه د نویمو میلادي کلونو په لومړېو کې ونیوله. په دې جګړو کې شاوخوا دیرش زره کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG