د لاسرسي لېنکونه

وسله والو طالبانو نن سهار د بغلان ولایت د دهنه غوري پر ولسوالۍ حملې پیل کړي دي.

د دهنه غوري ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد علي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه په قوي مورال دلته د وسله والو مخالفینونو پرضد جګړه کوي.

امنیه قوماندان د هغو سیمو په اړه چې طالبانو لاندې کړي او دغه راز د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ د ډنډغوري سیمې لودیځ ته پرته ولسوالۍ ده.

خپله ډنډ غوري سیمه بیا د طالبانو په لاس کې ده.

په یوه بل خبر کې اورئ چې د سمنګان په حضرت سطان ولسوالۍ کې تېره شپه درې وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

XS
SM
MD
LG