د لاسرسي لېنکونه

د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې د ایران له ولسمشره وغوښتل چې هلته د نیول شوي، ایراني الاصله بریتانوۍ ښځې "نازنین زاغری رتکلیف" دوسیه له سره وکتل شي.

د تریزا مې دفتر پرون وویل چې هغې له ولسمشر حسن روحاني سره د زاغري او دوو نورو کسانو په اړه چې دوه تابعیتونه لري او په ایران کې نیول شوي، ټيلیفوني خبرې کړې دي.

د بریتانیا صدراعظمې ویلي، تهران او لندن د اړیکو د ښه کولو هڅې کوي نو له دې امله، د دې کسانو په اړه خبرې او د دې مسئلو حل مهم دی.

نازنین زاغري د مرستې رسولو په یوه پروګرام کې ماموره وه او د ایران د رژیم پر ضد د هڅو په تور نیول شوې ده. د نازنین مېړه پر هغې لګیدلي تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG