د لاسرسي لېنکونه

د هند حکومت پرون سې شنبې په نوي ډیلي کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

هندي لوري پر پاکستان اعتراض کړی چې د ملیشه وسله وال یې په دوامدار ډول پر پوله ور اوړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل:

"زموږ حکومت د پولي له پورې غاړې، د روزل شوېو افراطي وسله والو د را اوښتو له امله، سخت اعتراض لري."

د هند بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې په وروستیو کې یې د بهادرعلي په نوم یو پاکستانی نیولی چې د لشکر طیبه په نوم سخت دریځي ډلې د وسله والو له خوا تر روزنې وروسته هند ته د حملو لپاره استول شوی و.

د هندي چارواکو په وینا دې سړي په خپل جرم اعتراف کړی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې حکومت یې هیڅ کله وسله والو ته اجازه نه ورکوي چې د دې هېواد خاوره پر بل چا د حملې لپاره وکاروي.

XS
SM
MD
LG