د لاسرسي لېنکونه

په لوګر کې د امنیت د ښه کولو د هڅو په ترڅ کې پر یوه موټر سایکل په یوه وخت د دوو کسانو پر سفر بندیز ولګول شو.

په لوګر کې همدا راز هغو خلکو ته چې موټر سایکل یې قانوني اسناد نه لري، یوه اوونۍ مهلت ورکړل شوی چې قانوني اسناد واخلي او تر هغه وروسته به په دې ولایت کې پر بې اسناد او بې نمبر پلیټ موټر سایکلونو بندیز ولګیږي.

د لوګر د والي ویندوې سلیم صالح پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل:

"تر مهلت وروسته به هیڅ موټر سایکل په لوګر کې له اسنادو پرته حرکت نه شي کولای او همدا راز دا پریکړه وشوه چې پر یوه موټر سایکل دوه تنه تګ راتګ نه شي کولای ځکه په وروستیو کې ولیدل شول چې وسله وال مخالفین له موټر سایکلو زیاته استفاده کوي. "

د لوګر په مرکزي ښار پل علم کې روانه اوونۍ یو شمېر وسله والو چې په موټر سایکلو سپاره وو، پر دولتي ادارو د حملې ناکامه هڅه وکړه.

XS
SM
MD
LG