د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

ترکېې او روسیې د اړیکو نوې دورې د پیل پریکړه وکړه


د ترکېې او روسیې ولسمشرانو د خپلو هېوادونو د اړیکو د یوې نوې دورې د پیل پریکړه وکړه.

د انقرې او مسکو اړیکې له تېرو اوو میاشتو راهیسې چې د ترکېې په خاوره کې د روسیې یوه جنګي جټ الوتکه وویشتل شوه، ترینګلي وو.

خو داسې څرګندیږي چې رجب طیب اردغان او ولادیمیر پوتین د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅې پیل کړې دي.

دواړو ولسمشرانو پرون سې شنبې په سن پیټرس بورګ کې خبرې وکړې.

رجب طیب اردغان پرون د روسیې ولسمشر ته څرګنده کړه چې انقره له مسکو سره د خپلو اړیکو د پراختیا لپاره یوې"نوې مرحلې" ته د رسېدو په حال کې ده او د دواړو خواوو د همکارۍ پراختیا به د سیمه ییزو ستونزو له حل سره مرسته وکړي.

رجب طیب اردغان زیاته کړه:

"دا له ډېرې مودې وروسته، زموږ لومړۍ مخامخ ناسته وه. ما پریکړه کړې وه چې د جولای په پینځلسمه تر ناکامې کودتا وروسته، لومړی رسمي سفر د روسیې فدراسیون ته وکړم."

اردغان ژمنه وکړه چې حکومت به یې له روسیې سره پوځي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ ته پراختیا ورکړي.هغه همدا راز پر سیمه ییزو ستونزو د خبرو او حل لپاره د ترکېې، روسیې او اذربایجان د درې اړخېزې سرمشرې د جوړولو خبره وکړه.

رجب طیب اردغان وویل:

"روسیې او ترکېې ژمنه کړې چې خپلې اړیکې هغه حد ته راولي چې تر بحران مخکې و او ان ترهغه یې زیاتې کړي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ترکېه کې لانجمن کورني، سیاسي وضعیت ته په اشاره وویل چې د رجب طیب اردغان ورتګ څرګندوي چې دواړه هېوادونه د خبرو له لارې د اړیکو د ښه کولو نیت لري.

ولادیمیر پوتین زیاته کړه:

"موږ باید سخت کوښښ وکړو چې خپلې تجارتي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړو. دا بهیر له مخکې پيل شوی خو ښايي وخت ونیسي. د جولای میاشتې په پای کې د ترکېې د حکومت د یوه اقتصادي پلاوي راتګ، په دې اړه یو مهم ګام وو."

ولادیمیر زیاته کړه چې د سوریې پر وضعیت به هم له اردغان سره خبرې وکړي او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه د دواړو په اقدام او نظر کې د هماهنګۍ امکان ډېر دی.

د ترکېې اقتصادي وده په وروستیو کلونو کې کمزورې شوې ده.

د اردغان حکومت په دې هېواد کې تر ناکامې کودتا وروسته، د اپوزیسیون پر پلویانو او مخالفینو د شدید بندیز له امله د غربي هېوادونو تر انتقادونو لاندې دی.

د روسیې اقتصاد هم په نړیوال مارکېټ کې د تیلو د نرخ د ټيټیدو او له اوکرایینه د کریمیا د جلا کولو په وړاندې په غبرګون کې د امریکا او اروپايي اتحادیې د بندیزونو له امله په کمزوري حالت کې دی.

په استانبول کې د بهرنیو اړیکو لپاره د جرمني د شورا د غړي کریستیان براکېل په باور، ترکېه او روسیه د اړیکو د سمولو لپاره دلیل لري او هغه دا چې واړه هېوادونه په سخت اقتصادي حالت کې دي.

د دې څارونکې په باور، انقره او مسکو د غرب د انتقادونو او بندیزونو لپاره د بدیل پیداکولو په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG