د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د "ګندهارا د پښتونخوا د لرغونو اثارو ننداره"کتاب مخکتنه وشوه


د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ازادي راډيو د مشال څانګې له خوا د نوي خپور شوي کتاب "ګندهارا د پښتونخوا د لرغونو اثارو ننداره" مخکتنه ترسره شوه.

دغه مخکتنه چې د سې شنبې په ورځ د پېښور موزيم په مرکزي هال کې وشوه، د خېبرپښتونخوا صوبې د کلتور وزير محمود خان په ګډون په کې د صوبې له بېلابېلو سيمو څخه راغليو لرغونپوهانو، د پوهنتونونو استادانو او ګڼ شمېر ليکوالو و شاعرانو ګډون کړى و.

"ګندهارا د پښتونخوا د لرغونو اثارو ننداره" کتاب د مشال راډيو د خبريال خالد خان له اوونيزې خپرونې "تاريخ پاڼه" ترتيب شوي کتاب لومړى ټوک دى چې د خېبرپښتونخوا صوبې ٢١ لرغوني سيمې په کې معرفي شوي او د دوى په قدامت پرې بحث شوى دى.

خالد خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپلې اوونيزې خپرونې په کتابي بڼې د چاپېدا د ضرورت او ارزښت په اړه وويل:

"ضرورت بيا دا و چې دا داسې ځايونه دي چې زه به د خېبر درې په اړه خبره وکړم، د تخت بهايي په اړه په خبره وکړم، يا دې کتاب کې هغه معلومات ديو چې عام خلکو ته نه دی معلوم او په دې باندې بيا لرغونپوهه خلکو خبرې کړي، نو مطلب مې دا دى چې په دې کتاب کې اووه د پي ايچ ډي ډاکټرانو د تاريخي ځايونو په اړه خبرې کړي او بله دا چې په پښتو کې لومړى کتاب دى چې د ګندهارا په حقله څومره تاريخي او لرغوني ځايونه دي، هغه په يو کتاب کې راجمع شوي دي."

له بلې خوا بيا د غونډې ويناوالو دغه مخکتنې ته په خپلو ويناوو کې د مشال راډيو له خوا د پښتونخوا د لرغونو تاريخي اثارو په اړه خپور شوى کتاب ارزښتناک او دا يې د دې صوبې د تاريخي اثارو د خوندي ساتلو لپاره مهم ګام وباله.

د خېبر پښتونخوا د کلتور وزير محمود خان په خپلو خبرو کې ځوان کهول ته صوبې د لرغونو سيمو په اړه د معلوماتو په برابرولو د مشال راډيو هڅه وستايله او ويې ويل:

"په هر حال دوى يو ډېر ښه کاوش کړى دى او موږ بايد دا ووايو چې دوى زموږ د ډيپارټمنټ مرسته کړې ده. دوى داسې ښکلى کاوش او بهترين په اسانه ژبه ليکل کړي دي، نو زما په خيال دا زموږ دپاره ډېره ښۀ [سرمايه] دي. نو انشاء الله زموږ نه چې څه کېږي، موږ به تاسو سره په شا ولاړ يو، ځکه چې تاسو د دې وطن خدمت کوئ، د دې معاشرې خدمت کوئ، د پښتو د ژبې خدمت کوئ او دا تاريخي مقامات، چې زموږ اثاثه ده، د دې خدمت کوئ."

د غونډې يو بل ګډونوال د باچا خان ايجوکېشنل فاونډېشن مشر خادم حسين هم د پښتونخوا د تاريخي ځايونو په اړه ولس ته د معلوماتو ورکولو په لړ کې د راډيويي پروګرامونو چمتو کولو ترڅنګ د کتابونو د خپرولو د لړۍ هرکلى وکړ او دا ګام يې وستايه:

"د هر يو قام، په خصوصي توګه د داسې قام چې هغه دومره لرغونى وي چې اته زره (اووه زره کالو راهيسې د هغې د ځمکې او د خاورې هره ټوکره د لرغونتيا چېغې وهي او يا د هغې رنګ په کې ښکاري، چونکې په دې ځاى کې د مشال راډيو يو خپل نېټ ورک موجود دى، دا امکان لري چې راروان نسل ته د ټولنيزې ميډيا په ذريعه، د هوا په څپو او پرينټ ميډيا په ذريعه ورسي، نو ماته ښکاري، ډېر مهم دى. صرف د لرغونتيا په حواله، او ورسره د ژبې په حواله او بيا د ځايي توب په حواله وګورئ، نو دا ډېر مهم کوشش دى ډېر مهم."

"ګندهارا د پښتونخوا د لرغونو اثارو ننداره" اثر د ازادي راډيو د مشال څانګې د خپرنيزې لړۍ درېيمه کړۍ ده چې تازه په پېښور کې چاپ شوى دى.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې مشال راډيو د "لونګين" او "اتلان" په نامه د خپلو دوو اوونيزو خپرونو کتابي بڼې هم خپرې کړي چې د لوستونکېو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG