د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

یوناما د افغانستان د غلا شویو پیسو راګرځولو کې مرسته کوي


یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مسوولین وایي، دوی د هغو پيسو په بېرته را ګرځولو کې همکاري کوي چې له افغانستان نه غلا او په بهرنیو بانکونو کې ذخیره شوي دي.

په کابل کې د یوناما سرپرست مایکل هارد وايي چې له ادارې فساد سره د مبارزې لپاره د سیاسي ارادې موجودیت ډېر مهم دی.

یوناما یا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د هغو پیسو د بېرته راوړلو په برخه کې د همکارۍ خبره کوي چې له دغه هېواده بهر ته وړل شوي دي.

د یوناما سرپرست مایکل هارد په کابل کې د سې شنبې په ورځ، د غوره خدماتو په برخه کې د اصلاحاتو رول، تر نوم لاندې جوړې شوی غونډې ته وویل، یوه اندازه پيسې چې په غیر قانوني توګه له افغانستان ایستل شوي، دا مهال په بهرنیو بانکونو کې ساتل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې تر اوسه په افغانستان کې یو وزیر یا هغه کسان چې د وزیرانو ترلاس لاندي کارکوي، په فساد کې د لاس لرلو په تور نه دي محاکمه شوي.

ښاغلي هارد د ملي وحدت له حکومت څخه وغوښتل چې په فساد ککړو کسانو سره حساب او کتاب وکړي.

په کابل کې د یوناما سرپرست مایکل هارد
په کابل کې د یوناما سرپرست مایکل هارد

هغه زیاته کړه:

"ادارې فساد یو له اصلي موانعو څخه دی چې په افغانستان کې یې د پرمختیا لاره نیولې ده موږ خبر یو چې حتا د پولیسو دنده د مال په ‌ډول په بازار کې پلورل کېږي، نړیواله ټولنه غواړي چې خپلو هېوادونو ته ولاړ شي او وګوري چې له افغانستان څخه بهر په کوم بانک کې څومره غلا شوي پيسې ذخیره شوې چې هغه راټولې کړی او حکومت ته یي تسلیم کړي تر څو د دغه هېواد پر خلکو مصرف شي."

د فساد رامنځ ته کونکو فرصتونو څخه مخنیوی او په دولتي چارو کې د شفافیت رامنځ کیدل د افغانستان حکومت ته په دې برخه کې د یوناما مشخص وړاندیزونه دي.

په کابل کې د دغه دفتر سر پرست وایي، هغه راپورونه چې له ده سره موجود دي دا ښیي چې په دولتي بنسټونو کې د پراخ فساد شته او آن د یوه پولیس دنده خرڅیږي او یا زورواکان او د نفوذ خاوندان د کسانو په ټاکلو کې پړیکړه کوي.

په افغانستان کې د فساد دغو مواردو ته داسي مهال اشاره کېږي چې افغان حکومت د بروکسل نړیوال کنفرانس ته انتظار باسي، کوم کنفرانس چې له دغه هېواد سره د اقتصادي مرستو په هدف جوړېږي.

خو نړیوالو دغه مرستې په افغانستان کې له ادارې فساد سره په جدې مبارزې مشروطي ګڼلي دي.

له دې سره سره د دغې غونډې ګډونوالو له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کې د اړوندو بنسټونو پرکړنو انتقاد وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د فساد پرضد د مبارزې د بنسټونو موجودیت خپله په دولتي بنسټونو کې د فساد د پراخوالي لامل ګرځېدلی دی.

خو افغان حکومت دغو ټولو انتقادونو ته څه ځواب لري؟ د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود په دې اړه وویل:

مسعود: هیله من یو چې د اصلاحاتو له لارې یوه ښه حکومتوالي په افغانستان کې معرفي کړو
مسعود: هیله من یو چې د اصلاحاتو له لارې یوه ښه حکومتوالي په افغانستان کې معرفي کړو

"اصلاحات به رامنځ ته شي د ایو انقلابي پروګرام نه دی چې یو دم ټوله بدل شي خو هیله من یو چې د اصلاحاتو له لارې یوه ښه حکومتوالي په افغانستان کې معرفي کړو او یوه نوې مرحله په هېواد کې پیل کړو."

که څه هم ښاغلي مسعود په دولتي بنسټونو کې د فساد پر له منځه وړلو ټينګار وکړ خو د یوناما دفتر وایي چې په افغانستان کې د ادارې فساد سره اړوند ډېری مسایل محرم ساتل کېږي او د دغه کار دوام د شفافیت د له منځه وړلو او د مرستو د حیف او میل کیدو لامل ګرځي.

له بلې خوا افغان څېړونکې شهلا فرید وایي، که چېري افغان حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره جدي هڅي ونه کړي افغانستان به د نړیواله له نظره ولوېږي.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG