د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

سمېت: ۷۵۰۰ روزل شوې افغان مېرمنې به کار ته چمتو شي


هربي سمېت
هربي سمېت

په افغانستان کې د امریکا نړیواله پراختیايي اداره وايي، په راتلونکو دوو کلونو کې به په رهبرۍ او مدیریتي چارو کې ۷۵۰۰ روزل شوي افغان مېرمنې د کار لپاره چمتو شي.

د دې ادارې مسؤل هربي سمیت د سې شنبې په ورځ په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره د یوې تفاهم لیک د لاسلیک کولو پر مهال وویل، د افغان مېرمنو د ظرفیتونو په لوړولو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

سمیت زیاته کړه:

"ډاډ درکوم چې موږ به د ښځو د ظرفیتونو په لوړولو کې له تاسې سره ولاړ یو، په تېره دا اقدام چې د سولې لپاره د ښځو د مشارکت له لارې، له اقتصاد سره مرسته کوي او دا د جمهور رئيس غني یو ابتکار دی."

سمېت وايي، د افغان مېرمنو د ظرفیتونو په لوړولو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
سمېت وايي، د افغان مېرمنو د ظرفیتونو په لوړولو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

​ښاغلي سمیت وویل، دا پروګرام د پروموټ د پروګرام یوه برخه ده چې تر پنځو کلونو پورې د سیاسي رهبرۍ، مدیریت او سوداګرۍ په چارو کې افغان مېرمنې روزي.

پخوا تر دې افغان حکومت ویلي چې هر کال له ښوونځیو څخه فارغ شوي شاوخوا، اوه لکه ځوانان د کار په لټه کې وي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، داسې ځوانان هم شته چې د لېسانس سند لري خو بیا هم د بې کارۍ له ستونزو مخ دي.

دا وزارت وایي، اوس هم د ځوانانو پر وړاندې یو لړ ستونزې شته چې د کافي تجربې نه لرل، یوه له دغو له دغو ستونزو څخه ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل وايي، په دولتي ادارو کې د ښځو روزنې ته پام کول، ډېر اغیز لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل
د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل

اغلې اوریاخېل زیاته کړه:

"دا د افغان مېرمنو د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت دی او پروموټ هم یوه لاسته راوړنه ده. دا پروګرام د پنځو کلونو لپاره دی او د هغوی لپاره چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه تر ۳۰ کلونو پورې وي. دا د افغان مېرمنو د پرمختګ په لار کې، د امریکا د ژمنو یوه بېلګه ده."

مېرمن اوریاخېل وايي، دا مېرمنې به د روزنېزې دورې تر پای ته رسولو وروسته یو سند ترلاسه کړي چې تجربې به یې د کار موندلو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

سمېت: ۷۵۰۰ روزل شوې افغان مېرمنې به کار ته چمتو شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره وايي، له ۱۵ کلونو راهیسې د افغان مېرمنو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې به یې کوښښونه جاري وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG