د لاسرسي لېنکونه

د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، طالبانو د پاکستانۍ هلیکوپټرې د عملې د خوشي کېدو په بدل کې شرطونه ایښي دي.

دوی وايي چې قومي مشران له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او هڅي کېږي تر څو د دغې هلیکوپټرې عمله ژر تر ژره راخوشي شي.

د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړي د پاکستانۍ هلیکوپټرې د ټولې عملې د روغتیا ډاډ ورکوي او وایې چې د هغوی د خوشي کېدو هڅي جریان لري.

د دغې شورا یوه غړي عبدالولي وکیل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره په دې برخه کې د لوګر د قومي مشرانو خبرې هیله بخښونکي وې او ډېر ژر به دا خبرې نتیجه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د دغو کسانو د خوشي کولو په بدل کې شرطونه ایښي دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل

د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل

هغه زیاته کړه:

"قومي مشران وخت په وخت له دوی سره ویني، عمله به هرو مرو جوړه وي، هڅي جریان لري او هیله شته چې دوی به ژر تر ژره خوشي کېږي، کوم شرطونه چې دواړو خواو وړاندي کړي داسي نه دي چې دا مساله ګډه وډه کړي."

خو ښاغلي وکیل د دغو شرایطو په اړه جزیات ورنه کړل.

چارواکي وایې، دغې پاکستانۍ هلیکوپټرې تېره پنجشنبې د تخنیکي ستونزو له امله د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه او عمله یې چې شپږ پاکستانیان او یو روسی انجینیر و، طالبانو یرغمل کړل.

د افغانستان ولسمشر امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې دغه یرغمل شوي کسان د طالبانو له منګولو را خوشي کړي او یو پلاوی هم د دې کار څېړلو ته ګمارل شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي چې د پاکستانۍ هلیکوپټرې د عملې د ژغورلو لپاره پراخ عملیات دوام لري.

دفاع وزارت د یادو کسانو د خلاصون لپاره پراخ عملیات پيل شوي

دفاع وزارت د یادو کسانو د خلاصون لپاره پراخ عملیات پيل شوي

په همدې حال کې قومي مشر حاجي نیک محمد چې له طالبانو سره یې په ازره کې لیدلي ډاډ ورکوي چې د دغې هلیکوپټرې د عملې د خوشي کولو لپاره به د دوی خبرې مثبتې نتیجې ولري.

هغه زیاته کړه:

"خبرې ښې رواني دي او تاسو ته مونږ ډاډ درکوو چې ان شاالله خبرې او هڅې به منزل ته رسیږي."

نوموړی وایي، تر هغو چې دغه کسان را خوشي شوي نه وي، خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له طالبانو سره د خبرو په شمول به د روسي وګړي د خوشي کیدو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.

و به لیدل شي چې د یرغمل شویو کسانو د راخوشي کیدو لپاره د طالبانو شرطونه څه دي او دغه کسان به کله را خوشي شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG