د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

د درملو واردونکو شرکتونو ته د روغتیا وزارت خبرداری


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایي، له دې وروسته یې هڅه دا ده چې د هېواد دننه د دارو درملو د تولید کچه زیاته کړي.

فېروز الدین فېروز د سې شنبې په ورځ د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم د سیسټم د پیاوړتیا او نیمګړتیا موندلو په اړه یوه ورکشاپ کې وویل، د درملو وارداتي شرکتونه به تولید ته هڅول کیږي.

ښاغلي فېروز همدارنګه په هېواد کې د درملو واردونکو شرکتونو ته خبرداری ورکوي که د افغانستان په داخل کې پانګونه ونه کړي د درېیو کلونو په موده به ترې جواز واخېستل شي.

فېروز: افغانستان کې د درملو د تولید کچه زیاتوو
فېروز: افغانستان کې د درملو د تولید کچه زیاتوو

دی وايي:

"د دولت پالیسي ده چې له دې وروسته هغه شرکتونه چې افغانستان ته دوا واردوي ورته شرط اېښودل کیږي، په هغه صورت کې چې د هېواد په کورني تولید کې برخه اخلي هغوی ته په تدارکاتو کې ونډه ورکول کیږي او هغه شرکتونه چې نه غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي له درېیو کلونو وروسته یې جواز اخېستل کیږي موږ په دې اساس غواړو چې په هر ډول چې وي کورني تولیدات تشکیل ورکړو."

د عامې روغتیا وزیر وایي، دا مهال پنځه نوي فیصده دارو درمل وارداتي دي چې له دې وروسته به تر ډېره هڅه کیږي چې درمل په هېواد کې تولید شي.

فیروزالدین فیروز هېواد ته د درملو د واردېدو، قاچاق او په دې برخه کې یو شمېر نورې ستونزې ومنلې خو ټینګار یې وکړ چې دغو ستونزو هواري ته جدي کار کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر همدارنګه وویل چې دغه وزارت د یادو ستونزو د حل لپاره د درملو د کنټرول او د روغتیايي سیسټم د څارنې لپاره یې د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي اداره هم پرانېستې چې په دې برخه کې فعالیت کوي.

دا مهال په افغانستان کې د درملو د واردولو لسګونه شرکتونه کار کوي چې د خلکو په وینا تر ډېره وارېديدونكې درمل ښه كيفيت نه لري.

خو د افغانستان د متشبسیونو عالي بورډ د مدیره پلاوي مشر رحم الدین حاجي اغا دې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې دوی هم غواړي چې له دولت سره همکاري وکړي خو په وینا یې چې حکومت باید د دوی په کارونو کې د مداخلاتو مخه ونیسي.

حاجي اغا زیاته کړه:

"موږ له جناب وزیر صیب څخه غوښتنه کوو چې د کابینې په غونډه کې له خصوصي سکټوره، له بې ځایه مداخلاتو او له فساده یادونه وکړي او له دې مخنیوی وکړي، موږ هم غواړو چې خصوصي سکټور له تاسې سره لاس په لاس همکار اوسي."

نوموړي همدارنګه وویل چې خصوصي سکټور دا مهال په هېواد کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او که مخنیوی ونه شي نو دوې به له فعالیته لاس واخلي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو د هواري لپاره به جدي هڅې وشي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG