د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې یو ۱۳ کلن ماشوم یې د تښتوونکو له منګلو ژغورلی او له پېښې سره د تړاو په تور دوه تنه نیول شوي.

له دغه ریاست څخه نن په خپره شوې اعلامیه ویل شوي نیول شوي کسان علي یاور او علي احمد نومیږي چې د کابل ښار په ۱۳ ناحیې کې نیول شوي دي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي نیول شویو کسانو ۲۸ ورځې وړاندې د تقي په نوم یو ۱۳ کلن ماشوم د دشت برچي له سیمې تښتول او په بدل کې یې د ۶۰۰ زره افغانیو غوښتنه کوله.

بل لورته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په مزارشریف ښار کې د چاودنې له امله دوه ملکیان وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې یوه اندازه مواد د مزار شریف ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په یوه کراچۍ کې ځای پرځای شوي چې شاه خوا ۱۲نیمې بجې ورته چاودنه ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG