د لاسرسي لېنکونه

د سرپل چارواکي وايي چې د تېلو د یوه ټانکر او کرولا موټر د ټکر له امله د دواړو موټرو سپرۍ سوځېدلې دي.

د سرپل د ترافیکو مدیریت د حوادثو امر عبدالسلام ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن له غرمې وړاندې د سرپل ــ جوزجان په لویه لاره رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي عبدالسلام زیاتوي چې له ټکر وروسته دواړو موټرواور اخیستی اوس پلټنې روانې دي چې څو کسان په دواړو موټرو کې سوځېدلي دي.

له جګړې وروسته په افغانستان کې ملیکانو ته تر ټولو زیات تلفات د موټرو د ټکر په پېښو کې اوړي.

XS
SM
MD
LG