د لاسرسي لېنکونه

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د مزار شریف ښار په دویمه ناحیه کې یوه انتحاري حمله کې یو ملکي کس وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیر جان دراني نن ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن شاه خوا یوه بجې د روضې شمال لودیځ ته د منډي په چوک کې رامنځ ته شوې او په دې اړه پلټنې روانې دي.

ښاغلی درانی زیاتوي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

تراوسه چا او یا کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG