د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کرنې وزارت د ۱۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د هوارولو او د اوبو سیسټم د لګولو به هدف له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره پنځه قرارداونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال عبدالقدیر جواد د دې قراردادونو د لاسلیک پرمهال وویل په نا همواره سیمو کې د اوبو لګولو د یوې منظمیې شبکې د نه شتون له امله پنځوس په سلو کې اوبه ضایع کیږي.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره اوبه ښه مدیریت او په پټیو کې به د کیمیاوي سرې له ضایعه کېدو هم مخنیوي وشي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې ویلي و چې کرنې ته پراختیایې د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

XS
SM
MD
LG