د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

د داعش په وړاندې د امریکا هوايي مبارزه ۲ کلنه شوه


دوه کاله کېږي چې د داعش پر وړاندې د امریکا هوايي کمپاين پيل شوی دی.

د امريکا په مشرۍ د داعش ډلې پر وړاندي نظامي مبارزه دوه کاله وړاندې پيل شوې وه.

د دغو عملیاتو هدف دا وو چې په عراق کې د داعش ډلې غړي وځپي.

ټاکل شوې وه چې دا کمپاين چټک او محدود وي چې له ځايي ځواکونو سره مرسته وکړي د اوږدې مودې لپاره د داعش پر وړاندي مبارزه وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، تر ملیاردونو ډالره لګښت او څوارلس زره هوايي حملو وروسته، دا هڅې د ماتېدو په حال کې ښکاري.

د منځني ختيځ انسټيټوټ څېړونکي چارلس ليسټر فرانسې خبري اژانس ته ويلي:

"که موږ فکر کوو داعش به يو ځايي له منځ يوسو، موږ په داسي جګړه کې ښکېل يو چې نه ګټونکې ده."

په عراق کې تر نيمه پوري خاوره او په سوریه کې شل فيصده چې داعش نيولې وه، اوس د دغې ډلې له کنتروله ايستل شوې ده.

عراق کې تر نيمه پوري خاوره او په سوریه کې شل فيصده د داعش ډلې له کنتروله ايستل شوې ده.
عراق کې تر نيمه پوري خاوره او په سوریه کې شل فيصده د داعش ډلې له کنتروله ايستل شوې ده.

څېړونکي د داعش ډلې له ځانه اعلان شوي خلافت د ماتې اټکل کوي خو سخت دريځو جګړې ته دوام ورکړی او پر خپلو ملاتړيو غږ کوي چې په ټوله نړۍ کې حملې پيل کړي.

سږ کال داعش په فرانسې، بلجيم، ترکيې، بغداد او امریکا کې د خونړيو حملو د لړۍ مسئوليت منلی دی.

هغه وخت چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴میلادي کال کې په عراق کې د هوايي حملو کمپاين پيل کړ، چارواکو ټينګار کاوه چې په دغه جګړه کې د امریکا ښکېلتيا به تر ډېره دوام ونه کړي.

اوباما په تکراري توګه ټينګار کړی چې امريکا به د داعش پر وړاندي ملاتړ کوي او هوايي حملې به هم کوي خو دا جګړه بايد د ځايي خلکو له خوا وګټل شي.

تر اوسه شپږ زره او پنځه سوه د ايتلاف ځواکونه چې ډېری يې امریکايان دي، د داعش پر ضد په کمپاين کې ګورمارل شوي دي.

تر اوسه شپږ زره او پنځه سوه د ايتلاف ځواکونه چې ډېری يې امریکايان دي، د داعش پر ضد په کمپاين کې ګورمارل شوي دي.
تر اوسه شپږ زره او پنځه سوه د ايتلاف ځواکونه چې ډېری يې امریکايان دي، د داعش پر ضد په کمپاين کې ګورمارل شوي دي.

دغه ډېری ځواکونه په عراق کې دي خو ځيني د ځانګړو عملیاتو ځواکونه د کرد او عرب جنګياليو تر څنګ په سوريه کې په جګړه بوخت دي.

په سوریه کې کورنۍ جګړه هم روانه ده او همدا راز د بشار اسد په ملاتړ روسي حملو نور هم وضعيت کړکېچن کړی دی.

فرانسه خبري اژانس راپور ورکوي چې که څه هم امریکا ادعا کوي چې د داعش پر ضد په ايتلاف کې شپېته هیوادونه ګډون لري خو حقيقت دا دی چې د دې جګړې ټول فشار امریکا او يو شمېر کلک متحدان يې پر خپلو اوږو اخيستی دی.

په عراق کې د لومړيو حملو پر مهال د ايتلاف کمپاين سوريې ته وغځېد.

فرانسه خبري اژانس راپور ورکوي چې وروسته په افغانستان کې هم جګړه زياته شوه او تېره اوونۍ پنټاګون په ليبيا کې هم د داعش پر ضد هوايي کمپاين پيل کړ.

د پنټاګون په وينا دغه کمپاين به يو څو اوونۍ دوام وکړي او تر مياشتو به نه غځيږي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، پنټاګون د اګست تر شپږمې نېټه پوري په عراق او سوریه کې څوارلس زره درې سوه او يو ځل هوايي حملې کړي.

پنټاګون عراق او سوریه کې داعش باندې څوارلس زره درې سوه او يو ځل هوايي حملې کړي.
پنټاګون عراق او سوریه کې داعش باندې څوارلس زره درې سوه او يو ځل هوايي حملې کړي.

يوازي په عراق کې نهه زره پنځه سوه او څوارلس او په سوریه کې څلور زره اووه سوه اووه اتيا هوايي حملې شوي دي.

د جولای تر اتويشتمې پنټاګون په هوايي حملو کې په سوریه او عراق کې د پنځه پنځوس ملکيانو وژل کېدل تاييد کړي دي.

XS
SM
MD
LG