د لاسرسي لېنکونه

روسيې ته د ترکیې د ولسمشر د ننني سفر په درشل کې رجب تیپ اردوغان وایي، دغه سفر به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې چې په دې وروستیو په کې کړکیچ راپورته شوی و، یو نوی باب پرانیزي.

اردوغان په هغه مرکه کې چې د روسیې له تاس خبري اژانس او۲۴ RU ټلویزیون سره یې د اګسټ په اومه نېټه په استانبول کې کړې او نن خپره شوې وویل:

"زه دغه سفرته د یو نوي پیل، د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د یوه نوي باب د پرانېستل کېدو په توګه ګورم. غواړم خپل او هم د ترکیي د ملت په استازیتوب د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د روسیې خلکو ته خپل تاوده احترامات وړاندې کړم."

ټاکل شوې ده چې اردوغان او پوتین نن د روسیې په سنت پترزبورګ ښار کې سره وګوري.

دغه کتنه وروسته له هغې ترسره کیږي چې د سوریې پولي ته نژدې د یوې روسي الوتکې د نسکورېدو او د هغې د یوه پیلوټ د وژل کېدو پر سر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکیچ اوج ته رسیدلی و.

د ترکیې ولسمشر د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي چې په اقتصادي، پوځي او فرهنګي برخو کې به د دواړو هېوادونو اړیکې پراختیا ومومي.

XS
SM
MD
LG