د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې پر یوه روغتون د پرونۍ ځان وژونکې حملې وروسته چې په لسګونو وکیلان یې ووژل، په ټول پاکستان کې وکیلانو د کارنه کولو اعتصاب کړی دی.

روغتیایي چارواکو وویل، پر دولتي روغتون په شوي برید کې د وژل شوېو اویا تنو تر شپیتو پورې ېې وکیلان دي چې د خپل وژل شوي همکار او د بلوچستان د وکیلانو د ټولنې د مشر بلال کاسي مړینې ته د درناوي لپاره دغه روغتون ته ورغلي و.

د هغو دوو سخت دریځو اسلامي ډلو څخه چې د دغې بې رحمانه حملې مسؤلیت یې په غاړه اخېستی، یوه هم د اسلامي دولت ډله ده خو چارواکي او کارپوهان شک کوي چې دغې ډلې به چې مرکز یې په منځني ختیځ کې دې، دا حمله ترسره کړې وي.

دا په پاکستان کې پر وکیلانو د حملو د لړۍ په ترڅ کې تر ټولو خونړۍ حمله ده چې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG