د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، هڅه کوي چې د حاصلاتو د لوړولو او اسانه اوبو لګولو لپاره د لایزر سیسټم له لارې کرنیزې ځمکې هوارې او د اوبو سیسټم پراخ کړي.

دغه وزارت د یاد هدف لپاره په لومړي قدم کې د سې شنبې په ورځ له یو شمېر نړیوالو او کورنیو خصوصي سکتورونو سره د ځمکې د هوارولو، خړوبولو او اوبو لګولو شبکو بیا رغونې تړونونه لاسلیک کړل.

د کرنې وزارت د اوبو لګونې ریاست سرپرست انعام الله صافی وايي، وزارت یې هڅه کوي چې له اوبو پاتې شاوخوا یو میلیون هکتاره کرنیزه ځمکه تر اوبو لاندې راولي.

ښاغلي صافي زیاته کړه:

"د کرنې وزارت د یوه منظم پلان له مخې چې هغه د اوبو لګولو ملي پروګرام دی په پام کې لري چې څنګه هغه یو میلیون هکتار ځمکه چې پخوا خړوبه وه بیا د اوبو خور لاندې راشي دویمه موضوع دا ده چې څنګه باید زموږ دهقانان د اوبو له موجوده امکاناتو پوره ګټه واخلي."

د معلوماتو له مخې له جنګونو مخکې افغانستان شاوخوا ۳،۲ میلیونه هکتاره هواره خړوبه ځمکه لرله خو له کورنیو جنګونو وروسته دا ساحه ۲،۲ میلیونه هکتاره ځمکې ته راټیټه شوي ده.

د کرنې وزارت وايي چې د شاوخوا ۱۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوېو دغو تړونونو له لارې هڅه کیږي چې روان کال د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا ۶۰ زره هکتاره ځمکه هواره او په کابل او پروان ولایتونو کې د اوبو لګونې پنځه شبکې بیا ورغوي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت په پام کې لري چې شاوخوا یو ملیون هکتاره ځمکه خړوبولو ته برابره کړي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت په پام کې لري چې شاوخوا یو ملیون هکتاره ځمکه خړوبولو ته برابره کړي.

د هېواد یو شمېر بزګران وايي چې د دې پروژو له عملي کېدو سره د اوبو او کیمیاوي سرو له ضایع کېدو مخنیوی کیږي او حاصلات یې ښه کیږي.

د لوګر ولایت یو تن بزګر عبدالوهاب وايي:

"زما ځمکه د لایزر په واسطه جوړه شوه نو هماغه ده چې موږ به مخکې شپږ ساعته په اوبو لګول او ډېرې اوبه به ضایع کیدې خو اوس هغه ځمکه په درې ساعته کې اوبه کیږي او حاصلات مو دوه چنده شوي دي."

د اوبو لګونې ریاست د معلوماتو له مخې په افغانستان کې اوس مهال له ۵۰ فیصده څخه ډيرې اوبه د کرنیزو ځمکو د نه همواری له امله ضایع کیږي.

افغانستان د دې ټولو ستونزو او د کرنیز نوي سیسټم سره د بزګرانو د نه اشنایي سره سره په یوه کرنیز هېواد مشهور دی او ویل کیږي چې ډېر وګړي یې له همدې لارې خپله نفقه برابروي.

د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و؛ وايي، تر هغې چې وچې ځمکې خړوبه نه شي د افغانستان زراعت وده نه کوي.

د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد

د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد

ښاغلي شاهد زیاته کړه:

"لږ ډېرې ودانۍ به جوړې شوي وي، کانالونه به ویستل شوي وي، بیارغونه به لږ کمه شوي وي پیسې به هم ویشل شوي وي خو اساسي ستونزه لاپاتې ده هغه دا چې زموږه وچو ډاګونو ته لا اوبه نه دي رسیدلي په داسې حال کې چې اوبه ښې پریمانه لرو."

هغه وايي چې افغان حکومت باید د چا له ویرې پرته د خپلو اوبو په ایسارولو او په کروندو کې له هغې څخه د استفادې هڅې ګړندی کړي.

افغان حکومت بیا- بیا ویلي چې د اوبو څخه به اعظمي استفاده کوي او د ځمکې د خړوبولو تر څنګ د بریښنا تولید لپاره به له خپلو اوبو کار واخلي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG