د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

دراني: د مزار شریف انتحاري حمله کې یو تن وژل شوی ۱۰ ټپيان دي


په مزارشریف ښار کې د یوې انتحاري حملې له امله یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د مزارشریف د امنیې قوماندانۍ ویاند شېرجان دراني ازادي راډيو ته وویل چې دغه حمله نن غرمه تر یوې بجې وروسته د مزارشریف ښار د منډوي څلورلارې کې رامنځته شوې ده.

په ورته د مزارشریف ښار د حوزي روغتون مشر نور محمد فیض ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته یو مړی او ۱۵ ټپيان راوړل شوي دي.

تر دا مهاله ددې حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG