د لاسرسي لېنکونه

د ملي اردو چارواکي وايي چې په کندز او بدخشان ولایتونو کې د ملي اردو په تصفیوي عملیاتو کې ۳۴ وسله والو طالبان وژل شوي او ۱۵ ټپیان شوي دي.

په کندز کې د د پامیر ۲۰ مې فرقې رییس ارکان سید قربان موسوي ازادي راډیو ته وویل د امام صاحب په ولسوالۍ کې د ملي اردو په عملیاتو کې لس وسله والو طالبان وژل شوي او یولس نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي موسوي زیاتوي د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

"په امام صاحب ولسوالۍ کې نن شپه په هوايي حملو کې د دښمن لس تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي او دوه عرادې موټریې هم لمنځه تللې دي."

بل لور د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د کند په امام صاحب او د بدخشان په ارغستان ولسوالیو کې ۲۱ افغان سرتیري وژلي او ۲۰نور یې تپیان کړي دي.

خو چارواکي یې خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG