د لاسرسي لېنکونه

حدیث شریف کې راغلي چې وایي د منافق درې علامې دي، یو دا چې خبرې کوي دروغ وایی، بل چې ژمنه کوي نه یې عملي کوي او دریم دا چې په امانت کې خیانت کوي.

ساینس بیا ښودلې چې دروغ داسې زهر دي چې اروایي او جسماني انرژي ضعیفه وي او د وجود دفاعي ځواک هم کمزوری کوي، دروغ ویونکی فکر کوي چې مقابل لوري د هغه په دروغو نه پوهیږي، خو د سترګو حرکات هیڅکله د دروغو ویلو په وخت کې په نورمال ډول عمل نه کوي، ولو که دروغجن په دروغوکې ۴۰ کلنه تجربه هم ولري، دا ځکه چې سترګې کله هم دروغ نه وایی، په روانه خپرونه کې لومړی د ماشومانو بیا د ځینو لویانو د دوروغو په هکله خبرې کوو، په پیل کې د بګرامیو اوسیدونکی اجمل وایي چې دروغ د ماشوم له عادتونو څخه یو عادت دی.

خو د ماشومانو د روانشناسي د برخې ماهران بیا وایي که غواړی چې رښتیا خبرې واوري نو ماشومان پوښتئ، ځکه هغوی دروغ نه وایي، د کابل اوسېدونکی ګل رحمان په نظر کوم ماشومان چې دروغ وایي له لویانونه یې زده کوي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

XS
SM
MD
LG