د لاسرسي لېنکونه

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي چې د سوریې په شمال کې د مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې یوه ښار کې د اوونۍ په پیل کې د ماشومانو د علاج پر یوه کلینیک څو هوايي حملې شوي دي چې دیارلس کسان یې وژلي دي.

ام اس اف په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي په ادلیب ښار کې له څلورو هوايي حملو څخه دوو مستقیماً دا کلینیک په نښه کړ.

د بې سرحده ډاکټرانو مرستندویه موسسه وايي، په دې بمبارۍ کې چې د یکشنبې په ورځ په رڼا ورځ وشوه، د دې ټولنې د روغتون شپږ تنه کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دا حمله به چا کړې وي، او ام اس اف هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو تېره میاشت وویل چې په سوریه کې پر صحي مرکزونو ۴۴ حملې یې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG