د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ وايي چې ښايي د ده د سیالې هیلري کلنټن ایمیلونه د هغه ایراني ساینسپوه د مړینې باعث شوي وي چې متحدو ایالاتو ته د جاسوسۍ په تور په ایران کې اعدام شو.

ټرمپ پرون پر خپل ټویټر پاڼه په یوه پوست کې ولیکل، ډېری خلک په دې نظر دي چې د ایران حکومت دا اټمي ساینسپوه چې له امریکا سره یې مرسته کوله د دیموکراتانو د کاندیدې د ایمیلونو د هک کېدو له کبله وژلی دی.

د ټرمپ پلوي سناتور ټام کوټون «Tom Cotton» هم پر ۲۰۱۰ کال د مېرمن کلېنټن له خوا د استول شویو ایمیلونو او د ایراني ساینسپوه شهرام امیري د اعدام تر منځ د اړیکې یادونه وکړه.

کوټون «CBS» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، په دې ایمیلیونو کې چې تېرکال د مېرمن کلنټن د تماسونو د سیسټم له تفتیش وروسته عامو خلکو ته وښودل شول د نوموړې د جګپوړو سلاکارانو تر منځ د امیري په اړه بحثونه شوي وو.

شهرام امیري چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه یې معلومات لرل، په ۲۰۰۹ کال کې امریکا ته وتښتېد خو په ۲۰۱۰ کال کې وروسته له هغه ایران ته ستون شو چې ادعا یې وکړه چې سي آی اې تښتولی و او غواړي چې خپل کور ته ستون شي.

د مېرمن کلنټن کمپاین سمدستي په دې اړه څه نه ويلي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت ټرودو د امیري د قضیبې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG