د لاسرسي لېنکونه

په داسې حال کې چې تهران ته د واشنګټن له خوا د نغدو پیسو د لیږد په اړه ګونګوسو او اوازو زور اخېستی، د ایران یو جګ پوړی امنیتي چارواکې وایي چې هغه پیسې چې په جنوري په میاشت کې ایران ته لیږدول شوي، د دې هېواد له اټمي تړون سره تړاو نه لري.

د ایران د ملي امنیت د شورا مشر علي شمخاني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې جمهوري غوښتونکو او نورو منتقدینو د دغو پیسو د لیږد ملامتي پر ولسمشر بارک اوباما اچولې ده.

د راپورونو له مخې د هغو پیسو چې په ۱۹۷۹ کال کې د ایران له انقلاب وروسته امریکا کنګل کړې وې، شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالره یې نغدې په تړلو صندوقونو کې په جنوري میاشت کې ایران ته ولیږدول شوې.

دغه پیسې تقریباً په یوه وخت د هغو څلورو امریکایانو له خوشې کېدو سره سم ولیږدول شوې چې په ایران کې برمته شوي و.

انتقاد کونکو ویلي چې دغه پیسي تهران ته د باج په توګه ورکړل شوي دي.

د ایران ایرنا خبري اژانس د شمخاني له قوله خبر ورکوي چې وایي، دغه پیسې له اټمي تړون سره نه بلکه له انقلاب مخکې د پوځي وسایلو د پلورو له معاملې سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG