د لاسرسي لېنکونه

افغان ولسمشر ډاډ څرګندوي چې سږ کال د حج په مراسمو کې به افغان حاجیان له ستونزو سره مخ نه شي.

د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اشرف غني پرون د کابل په هوایي ډګر کې سعودي عربستان ته د تلونکو حاجیانو له لومړنۍ ډلې سره وکتل.

غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت او په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت به ورته هر ډول امکانات او اسانتیاوې برابر کړي.

افغان ولسمشر دغه راز وویل چې جدي هڅه کوي چې په خپل وخت د حاجیانو د لیږدولو لپاره د اریانا هوایي شرکت د الوتکو د کمښت ستونزه هواره کړي.

تېر کال افغان حاجیان د حج په مراسمو کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ شوي و.

د یو شمېر هوایي شرکتونو له خوا د هغوی د لیږدولو، د کافي امکاناتو او د لارښود نه لرل یې له عمده ستونزو بلل کېدې.

XS
SM
MD
LG