د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

شاهد: هر افغان د خپل زعیم د ټاکلو حق لري


د افغانستان د علومو اکاډمی، دیني عالمان او سیاسي څېرې د ټولنیز عدالت ټینګښت لپاره د انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان راتلونکي انتخابات له نامعلوم برخلیک سره مخ دي د دغه هیواد ځینې سیاسي څېرې، دیني عالمان او د علومو د اکاډمۍ غړي د انتخاباتو په اهمیت او په شرعي لحاظ په دې پروسه کې پر ګډون ټینګار کوي.

د افغانستان د علماوو د شورا یوه غړي شهزاده شاهد د دوشنبې په ورځ د "فقهې او قانون له نظره د انتخاباتو د څرنګوالي" تر نوم لاندې جوړ شوي سمینار ته وویل چې هر افغان باید انتخاباتو ته لېواله وي او د خپل زعیم په ټاکلو کې ونډه واخلي.

هغه د ټولنې له بېلابېلو قشرونو وغوښتل چې د انتخاباتو د اهمیت په اړه باید خلکو ته معلومات ورکړل شي.

شاهد: علما باید خلک د انتخاباتو په اهمیت پوه کړي
شاهد: علما باید خلک د انتخاباتو په اهمیت پوه کړي

هغه زیاته کړه:

ز"ه خپلو علماوو ته وایم چې د انتخاباتو او رایې ورکولو په باره کې کله هم شک مه کوی که هغه زموږ د ورور رایه وي او یا د خور زه د علماوو د فروفیسرانو نه او علمي مرکزونو څخه غواړم چې د ممبر، خطبې او نور لارو باندې د انتخاباتو په اهمیت، د نتیجې پر منلو، شفافیت او انتخاباتي اصولو باندې هر وخت خبرې وکړي."

دغه دیني عالمان د قانون او شریعت له نظره ټینګار کوي چې د انتخاباتو تر سره کېدل او په دې پروسه کې د خلکو ګډون د هر چا مسلم حق دی.

هغوی وايي په افغانستان کې ناپوهي او کم سوادي د دې سبب شوي چې خلک انتخابات بې اهمیته یا ناروا عمل وګڼي.

دیني عالمان، د علومو اکاډمي غړي او سیاسي ځينې څېرې داسې وخت تر یوه چتر لاندې د انتخاباتو پر اهمیت غږیږي چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون خورا ښه ګنل شوی وو.

په هغو انتخاباتو کې د نارینه و تر څنګ د ښځو شاوخوا ۴۰ فیصده ونډه د پام وړ ډېروالی ښودل شوی و.

په دې غونډه کې د علومو د اکاډمۍ مشرې ثریا پوپل د جمهور رییس محمد اشرف غني پیغام ولوست چې په شفافو انتخاباتو تر سره کېدو سره یې د خلکو په ګډون ټینګار کړی و.

"د انتخاباتو په برکت عامو وګړو ته فرصت برابریږي چې خپل حکومت وټاکي او د خپلې رایې استعمال له لارې د هیواد او ټولنې د برخلیک په جوړونې کې برخه واخلي انتخابات د قدرت د انتقال تر تولو ډاډمنه او عادلانه لار ده."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د انتخاباتو ترسره کیدو لپاره د نورو اندیښنو تر څنګ ډېر وخت د دې پروسې د شفافیت په اړه اندېښنې موجودې وي.

مدني ټولنو او پر انتخاباتو د څار ډېرو بنسټونو هم وخت نا وخت ویلي تر هغې چې د افغانستان انتخاباتي نظام په بنسټیز ډول اصلاح نه شي دا ځل خلک حاضر نه دي چې د انتخاباتو اهمیت له پوهېدو سره سره په هغو کې ونډه واخلي.

افغان حکومت بیا تل د انتخاباتي نظام پر اصلاح ټینګار کړی ویلي یې دي چې دې هدف د رسېدو لپاره ټاکل شوي جمهور رییس غني ډير ژر دریم تقنیني فرمان صادر کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG