د لاسرسي لېنکونه

د ازادي راډيو د آذربايجان څانګې د خبريالې خديجه اسماعيلووا سزا ځنډیدلې ده.

نن په باکو کې د جدي جرايمو يوې محکمې حکم وکړ چې د اسماعيلووا د درې نيمو کلونو ځنډېدلې سزا به دوو کالو او درو مياشتو ته کمه شي.

د دې پرېکړې په اړه توجيهات نه دي ورکړل شوي.

اسماعيلووا د ۲۰۱۴م کال په ډسمبر مياشت کې ونيول شوه او په دوه زره پنځلسم کال کې په اوونيم کاله بند محکومه شوه.

د جدي جرمونو محکمې اسماعيلووا د ماليې نه ورکولو او غير قانوني کاروبار په تور مجرمه وپېژندله.

دا په مې مياشت کې وروسته له هغه له بنده راخوشې شوه چې محکمې پر دې يو شمېر تورونه ليري کړل او د دې ځنډېدلې سزا درې نيمو کلو ته ټيټه شوه.

ويل کيږي د اسماعليووا پر وړاندي قضيه د آذربايجان د ولسمشر الهام عليېف د کورنۍ د اداري فساد په اړه د دې د راپورونه جوړولو سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG