د لاسرسي لېنکونه

د پارالمپيک نړيوالې کمېټې د ډاپنګ د اندېښنو له کبله په برازيل کې له راتلونکو هر ډول مسابقو د روسيې ټول ټيم منع کړ.

دې کمېټې پرون په يوه اعلاميه کې وويل، روسيه د دولت په مرسته د ورزشکارو په ډاپنګ يا ورزشکارو ته د ځواک بخښونکي درمل په ورکړه کې دخيله وه.

دې ادارې دا پر هغو پاکو اعلان شويو لوبغاړو يو بې سابقه ګوزار بللى چې دغه منع شوي ځواک بخښونکي درمل يې نه دي کارولي.

په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا وويل، دغه پرېکړه د هغو ورزشکارو له بشري حقونو سرغړونه ده چې دغه بنديز ورباندې عملي شوى دى.

هغې پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، دا پرېکړه چې د روسيې ټول ټيم په پارالمپيک سياليو کې منع کوي، حيرانوونکې او غيربشري ده.

په همدې حال کې د روسيې د بشري حقونو فعالې ليود ميلا الکسيووا وويل، په دې ظالمانه او غيرعادلانه پرېکړه ډېره خفه ده.

XS
SM
MD
LG