د لاسرسي لېنکونه

د جاپان پاچا اکي هيتو په یوه کمساري ويډيو کې خپلو وطنوالو ته په وينا کې ويلي چې اندېښمن دی خپل عمر ته په کتو سره به خپلې دندې په ښه توګه نشي تر سره کولای.

۸۲ کلن جاپاني پاچا د راتلونکي په اړه پلان تشريح نه کړ.

تېره مياشت يوه خبريال اعلان کړی وو چې اکي هيتو غواړي په يو څو کلونو کې له خپلې دندې لیري شي.

اکي هيتو د سرطان او زړه په ناروغۍ هم اخته وو او درملنه يې روانه ده.

که پاچا له خپلې دندې ليري شي دا به په جاپان کې بې ساري اقدام وي چې لپاره يې کوم قانوني پروسه نشته.

د جاپان پاچا د دغه هیواد په اساسي قانون کې د خلکو د يووالي سمبول بلل شوی او هيڅ ډول سياسي قدرت نه لري.

XS
SM
MD
LG