د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی چې د افغان سوداګرو یو پلاوی به له ټایوان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هدف سبا دغه هېواد ته سفر وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مطبوعاتي مسوول صیادم الدین پسرلي ازادي راډیوته وویل چې د دغه سفر په ترڅ کې به افغان پلاوی د ټاوان له چارواکو او سوداګرو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د صادراتو وارداتو د پراختیا په برخه کې یو تړون هم لاسلیک کړي.
ښاغلی پسرلی وایي هڅه کیږي چې د افغاني تولیداتو صادرات ټایوان ته زیات شي او په دغه هېواد کې افغاني اموالو ته بازارموندنه وشي.

په همدې حال کې ټایوان یو صنعتي هېواد دی او افغان صنعتکارن کولای شي له ټایواني جوړو شویو صنعتي ماشین الاتو څخه استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG