د لاسرسي لېنکونه

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چي پوليسو د عملياتو پرمهال د دې ولایت په نهمي او دولسمي حوزې کې پنځه وسله وال او درې شکمن کسان نيولي دي.

د امنیه قومنداني ویاند ضیادراني ازادي راډیو ته وویل چې پوليسو په نهمه حوزه کي درې کسان او په ۱۲ حوزه کي دوه وسله وال او درې شکمن کسان نیولي چي په وینا يي وسله وال فعالیتونه يي کول.

بلخوا درانی وايي چې د داود په نوم يو ۱۷ کلن ځوان په کورنۍ کي تر لفظي شخړي وروسته ځان ته اور اچولی چې دامهال په ميرويس روغتون کې تر تداوی لاندی دی.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسئول زیاتوي چې دغه کس د کندهار ښار د ډنډ د چوک اوسېدونکی دی چي پوليسو يې د قضیې په اړه پلټني پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG