د لاسرسي لېنکونه

په فراه ولایت کې امنیتی چارواکي وایي چې له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې یو وار بیا سخته جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې ۱۹ د دولت وسله وال مخالفان او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

په فراه ولایت کې د ملي اردو د دویمې پلي لوا ویاند عبدالروف رحماني وایي چې دغه جګړه د پشت رود ولسوالۍ د ګجګین او دوکین په سیمو کې جریان لري او په کې کابو ۵۰۰ تنه د دولت وسله وال مخالفین د افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د هغه په خبره په جګړې کې د درندو وسلو او هوایي ځواکونو څخه هم کار اخېستل شوی دی. همدا شان د پشت رود ولسوالۍ د نن په جګړه کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي.

له بلې خوا قاري یوسف احمدي چې ځان د دولت د وسله والو مخالفانو ویاند بولي وایي چې دغه جګړه د دوی د عمري عملیاتو یوه برخه ده او په ترڅ کې سلګونه دولتي سرتېري وژلي خو امنیتي چارواکي بیا دا خبره نه مني.

د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې له کابو ۱۵ ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې په ترڅ کې یې د ډېرو ملکي کسانو کورونو ویجاړ شوي او ډېر خلک هم بې ځایه شوي دي. هغه سیمه چې اوس په کې جګړه روانه ده د فراه د ښار د شمال په ۲۰ کیلومټری کې پرته ده او د ډزو اوازونه ټوله په ښار کې اورېدل کیږي.

XS
SM
MD
LG