د لاسرسي لېنکونه

وروسته له هغې چې د سوریې د اپوزیسیون وسله والو په حلب کې د سوریې د حکومت د محاصرې د ماتېدو خبر ورکړ، د سوريې دولتي خبري اژانس وویل چې جنګي الوتکو د ښار شاوخوا د یاغیانو پر مورچلو بمباري وکړه.

د راپورونو له مخې حلب چې درې اوونۍ حکومتي ځواکونو محاصره کړی و، د ماتېدو لپاره یې د مخالفینو له شلو زیاتو ډلو لاس یو کړی و.

که دغه ایتلاف خپل پرمختګ وساتي دا به د دې لپاره زمینه برابره کړي چې دوی د ښار یو شمېر برخو ته وسایل او تجهیزات ورسوي او هم به د سوریې د رژیم هغه باور کمزوری کړي چې د روسیې د هوایي ملاتړ پر مټ یې ترلاسه کړی دی.

د سوریې سانا خبري اژانس د حلب ښار د محاصرې د ماتیدو خبره رد کړه و؛ ویي ویل چې جنګي الوتکو د مخالفینو پر مورچلو او موټرو بمبار کړی دی.

ویل کیږي د حلب ښار په ختیځو برخو کې شاوخوا دونیم لکه ملکي وګړي په جګړو کې بند پاتې دي.

XS
SM
MD
LG