د لاسرسي لېنکونه

په سلګونو زره کسانو تېره ورځ د ترکیې د استانبول ښار د اوبو په غاړه په یوه لوی چوک کې په یوه لاریون کې چې هغه د تېرې میاشتې ناکامۍ کودتا وروسته د دولت په پلوي تر ټولو ستر لاریون بلل شوې، ګډون وکړ.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدیریم لاریون کوونکو ته په وینا کې وویل چې په امریکا کې میشت مذهبي مشر به چې د ترکيې حکومت هغه د دغې کودتا اصلي طراح بللی، دې هېواد ته سپارل کیږي او ورسره به د خپلو اعمالو په خاطرحساب کیږي.

په دغه لاریون کې یوازې د کردانو ملاتړۍ د خلکو ډموکراتیک ګوند ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د ترکیې حکومت له کودتا وروسته د ځپونکو عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو زره د ملکي او پوځي ادارو کارکوونکي له کاره ګوښه کړي او په زرګونو کسان یې هم په کودتا کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

فتح الله ګولین پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي دي.

د ترکیې د حکومت پر دغو ځپونکواقداماتو اروپایي هېوادونو او د بشري حقونو ډلو انتقادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG