د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

ترکیه کې پرون د حکومت په ملاتړ پراخ لاریون تر سره شو


د ترکیې د استانبول ښار پرون د یوې پراخې مظاهرې شاهد و.

دغه مظاهره د ترکیې ولسمشر د دې لپاره رابللې وه چې د وروستې ناکامې کودتا د غندنې او د ډموکراسۍ لپاره د اپوزیسیون د ګوندونو ملاتړخپل کړي.

د ترکیې په استانبول ښار کې پرون له یومیلیون زیاتو کسانو په هغه لاریون کې ګډون وکړ چې د دې هېواد ولسمشر رجب طیپ اردوغان د وروستۍ ناکامۍ کودتا د غندنۍ لپاره رابللی و.

ویل کېږي دا د تېرې میاشتې ناکامۍ کودتا راهیسې د حکومت په پلوي ترټولو لویه مظاهره ده.

د ترکیې صدر اعظم بن علي یلدیریم لاریون ته په وینا کې وویل چې په په امریکا کې مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولین به چې د ترکيې حکومت هغه د کودتا اصلي طراح بللی، ترکیې ته سپارل کېږي او هغه به عدالت ته راکاږل کېږي.

یلدریم وویل، تاسې ټول باید په دې پوه شی چې د دغې تروریستي ډلې مشر به ترکیې ته راځي او د خپلو کړو بیه به ورکوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لاریون کونکو ته په وینا کې ګولین ته په اشاره وویل چې دولتي ادارې به له قانون سره سم د ګولین د غورځنګ له غړیو تصفیه کیږي.

د ترکیې ولسمشر لاریون کوونکو ته د وینا پرمهال
د ترکیې ولسمشر لاریون کوونکو ته د وینا پرمهال

اردوغان وویل، که د ترکیې خلک د اعدام د سزا د جاري کېدو غوښتونکي وي او په پارلمان کې سیاسي ګوندونه هم د دې غوښتني ملاتړ وکړي، دی به هم دغه پریکړه تصویب کړي.

د ډموکراسۍ او شهیدانو په نوم دغه پراخ لاریون کې د ولسمشر د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند او د اپوزیسیون اکثرو ګوندونو مشرانو او ملاتړو ګډون کړی و.

د کردانو ملاتړي ډموکراتیک ګوند ته په دې لاریون کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د بولوت په نوم یوه لاریون کې رویترز ته وویل:

​"زموږ مبارزه به تر هغو دوام وکړي چې ګواښ ایسته شوی نه وي،ګواښ به هم هغه وخت لیرې شي چې زموږ ولسمشریې دا خبره وکړي، موږ به تل د هغه ملاتړ وکړو. "

د اپوزیسیون مشرانو هم په خپلو ویناوو کې د ډموکراسۍ او د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ.

د جولای له پنځلسمې د کودتا له ورځې راهیسې د ترکیې حکومت د ځپونکو عملیاتو په ترڅ کې په لسګونه زره د ملکي، عدلي اوقضایي ادارو او امنیتي او پوځي ارګانونو کارکونکي له کاره لیري کړي او په زرګونو کسان یې نیولي دي.

اکثره نیول شوي له ګولین سره په اړیکو تورن شوي دي، ګولین د ترکیې هغه ادعا چې ګواکې د دغې کودتا په تنظیمولو کې یې لاس درلود ردکړې ده.

د ترکیې پردغو پراخو ځپونکو اقداماتو اروپایي هیوادونو او د بشري حقونو ډلو انتقادونه کړي خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه انتقادونه بې اساسه بللي او شکایت یې کړی چې لویدیځ یې ملاتړندی کړی.

په دغې ناکامه کودتا کې د ۳۴ کودتا چیانو په ګډون لږترلږه ۲۷۳ تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG