د لاسرسي لېنکونه

په ترکيه کې د وروستۍ کودتا له ناکامې هڅې وروسته د يووالي د څرګندولو لپاره د اپوزيسيون ګوندونو غړي به د ولسمشر د واکمن ګوند له غړو سره يوځاى په يوه ډيموکراسۍ پلوه لاريون کې برخه واخلي.

دغه لاريون نن په استانبول کې کېږي، د ولسمشر رجب طيب اردوغان ګوند عدالت او پرمختګ نومېږي.

تمه کېږي د "ډيموکراسۍ او شهيدانو په نامه دغه لاريون" به د ګڼو کسانو راټولېدو سبب شي.

دا د جولاى له ١٥ راهيسې چې په دغه هېواد کې د کودتا ناکامه هڅه وشوه تر ټولو لوى دولت-پلوه لاريون بلل شوى دى.

راپورونه وايي د اپوزيسيون ګوندونو مشران به د خلکو ډلې ته وينا هم وکړي، خو ويل شوي چې دغه لاريون ته کرد-پلوه د خلکو ډيموکراتيک ګوند چې اردوغان ورباندې د کردانو د کارګر له ممنوعه ګوند سره د اړيکو تور لګوي، نه دى بلل شوى.

په وروستيو اوونيو کې په ترکيه کې په زرګونو دولتي مامورين، د تعليمي برخې او ملکي خدماتو کارکوونکي له دندو ليرې کړاى شوي او په زرګونو نور نيول شوي دي.

د ترکيې چارواکو پر هغو کسانو فشارونه زيات کړي چې د کودتا په وروستۍ هڅه کې د لاس لرلو شک ورباندې لري.

پر ګڼو کسانو شک کېږي چې په امريکا کې له دېره جلاوطنه مذهبي مشر فتح الله ګولن سره اړيکې لري، ترکيې پر ګولن تور لګولى چې د کوتا په تنظيم کې يې لاس درلود، خو ګولن دغه تور ردوي.

د بشري حقونو مدافع ډلو د ترکيې د ځپونکو اقداماتو په لړ کې له بشري حقونو پر سرغړونو اندېښنه ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG